banner
index


حامدکرزي دپوهنې دزنګ په کړنګولو سره نوی تعلیمي کال پیل کړ


دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي دشنبې په ورځ دپوهنې دزنګ په کړنګولو سره نوي تعليمي کال پيل کړ .

په هغې غونډه کې چې له همدې امله داماني دعالي ليسې په تالار کې جوړه شوې وه، دکابينې يو شمير وزيرانو ، دملي شورا غړو ، بهرنيو ميلمنو او دپوهنې کارکوونکو ګډون کړي و .

دغه مراسم دملي سرورد په خپرولو او دپوهنې وزارت دترانې د ډلې له خوا دهيوادني ترانې په لوستلو سره پيل شول .

حامدکرزي په دغو مراسمو کې دنوي تعليمي کال دپيل له امله دافغانستان خلکو او دپوهنې کارکوونکو ته مبارکي وويله او خوښي يې څرګنده کړه چې دنهم ځل لپاره په داسې حال کې د افغانستان دښوونځي زنګ کړنګول کيږي چې دافغانستان پوهنه کال په کال په زياتو برياليتوبونو سره دترقۍ تګلوری وهي .

 دهيواد جمهور رئيس دپوهنې داتوکلونو لاس ته راوړنې مثبتې وبللې او ويې ويل دغه ارزښتونه کافي نه دي . افغانستان لا تراوسه پورې اوږده لاره په مخکې لري او هغه ځاى ته درسيدو لپاره چې د ټولو هيله ده هراړخيزې هلې ځلې ضروري دي

 جمهور رئيس په خپلو پښو دافغانستا ن ددريدو لاره دهيواد دبچيانو ښوونه اوروزنه وبلله او دوى يې دې ته وهڅول چې له دغه فرصت څخه ډيره ښه استفاده وکړي او افغانستان له احتياج څخه وژغوري .
حامدکرزي دخپلو خبرو په دوام هغو پنځو مليونو ماشومانو ته داشارې په ترڅ
کې چې دبيلابيلو دليلونو له امله ښوونځې ته نه شي تللاي له طالبانو څخه وغوښتل چې ښوونځې ته دهغو ماشومانو د ورتګ خنډ نه شي چې په شرايطو برابر دي .

دافغانستان جمهور رئيس دغه راز وويل چې د امن  په جرګه کې دافغانستان دخلکو په سلا مشوره هڅه او هاند کوو داسې زمينه برابره کړوچې په هيواد کې سوله تامين شي او دافغانستان بچيان وکولاي شي له ستونزې او ګواښ پرته ښوونځې ته لاړ شي او علم زده کړي .

حامدکرزي ښوونځى دپوهې او ادب دزده کړي ځاى وباله او دپوهنې له زده کوونکو څخه يې وغوښتل چې دخپلو ښوونکو او استادانو درناوي وکړي .

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس دغه راز دپوهنې له ښوونکو او استادانو څخه وغوښتل چې دهيواد دبچيانو دښوونې اوروزنې په لاره کې هيڅ راز هلې ځلې ونه سپموي .

په دغومراسمو کې دپوهنې وزير په تيرو اتو کلونوکې دپوهنې په ډګر کې د هيواد لاس ته راوړنو ته داشارې په ترڅ کې دپوهنې دزده کوونکو دشمير دزياتوالې خبر ورکړ او ويې ويل چې په راتلونکي تعليمي کال کې به نږدي اته مليونه زده کوونکې چې په سلوکې څلويښت يې نجونې دي په ټول افغانستان کې ښوونځې ته لاړ شي .

دپوهنې وزير دغه راز دپوهنې وزارت دخدمتونو په کمي او کيفي ودى ټينګار وکړ او ويې ويل په بيلابيلو برخوکې زيات کارونه شوي دي او دغه بهير هماغه شان دوام لري.

 فاروق وردک دخپلو خبرو په دوام هغوسترو خنډونو او ننګونو ته چې دپوهنې دلارې پرسر پرته دي اشاره وکړه او ويې ويل لاتراوسه پورې هم پنځه مليونه ماشومان دزده کړي له نعمت څخه بې برخې دي .

دپوهنې وزير په دغو مراسمو کې هغه ډول ډول عوامل چې ددې سبب شوي دي چې ماشومان ونه کړاي شي ښوونځيو ته لاړ شي بيان کړل او دهيواد له عالمانو څخه يې وغوښتل چې ديو شمير دغو عواملو په له منځه وړلو اوپه هغو سيمو کې دښوونځيو په بيا پرانستلو کې دپوهنې له وزارت سره همکاري وکړي چې دمخالفينو د فشار له امله تړل شوي دي.

په پاى کې دهيواد جمهور رئيس دپوهنې وزارت دترانې ډله چې په دغو مراسمو کې يې په ښه توګه او دهيواد پالنې په ولولو سره يوه هيوادنۍ ترانه واوروله وهڅوله اوله عبدالوهاب مددي ، مسحور جمال او له نورو سندرغاړو څخه چې په خپلو هيوادنيو سندرو سره يې دخلکو روح ته نوي سا وربخښله مننه وکړه .

 

 Back

footer